د اسټرالیا کرکټ ادارې یوځل بیا له افغانستان سره د دغه هېواد دوه اړخیزې لوبې رد کړې

اسټرالیا په تېر شل اوریز جام سیالیو کې د افغانستان پر وړاندې ماتې خوړلې وه.

د اسټرالیا د کرکټ ادارې یوځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو تر تامینېدو پورې له دغه هېواد سره دوه اړخیزې لوبې نه کوي.

کریک انفو ویبپاڼې نن چهارشنبه د اسټرالیا د کرکټ د اجرایوي مشر نیک هاکلي په حواله ویلي چې دوی د افغانستان له کرکټ بورد سره وخت نا وخت پر دې مسئله غږېږي او هیله کوي چې راتلونکې کې بېرته لوبې پيل کړي.

اسټرالیا له ۲۰۲۲م کال راهیسې درې ځله په همدې دلایلو له افغانستان سره د کرکټ پلان شوې دوه اړخیزې لوبې لغوه کړي، خو لوبډله یې بیا په پنځوس اوریز او شل اوریز نړیوال جام کې له افغانستان سره مخامخ شوې ده.

افغان لوبډلې په شل اوریز نړیوال جام کې چې تازه پای ته ورسېد، اسټرالیا ته ماتې ورکړه.

د اسټرالیا کرکټ بورد داسې مهال افغانستان کې د ښځو د حقونو پر تامین ټینګار کوي چې تازه په اسټرالیا کې د افغانستان د کرکټ یو شمېر ښځینه لوبغاړو د کرکټ له نړیوالې شورا غوښتي چې دوی ته په کډوالۍ کې د لوبډلې د جوړېدو اجازه ورکړي.

د کرکټ نړیوالې شورا تراوسه د افغان کرکټرانو دغه لیک ته ځواب نه دی ورکړی.