مجاهد: دوحه کي مو له امریکایي استازو سره د زندانیاتو پر تبادلې هم خبرې کړي

دوحې ته د طالبانو د حکومت د تللي پلاوي مشر او د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

دوحې ته د طالبانو د حکومت د تللي پلاوي مشر او د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د غونډې په څنډه کې یې له امریکایي استازو سره د زندانیاتو پر تبادلې هم خبرې کړي دي.

مجاهد نن چهارشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل، دوه امریکایي اتباع دا مهال د دوی په زندان کې دي او په خبره یې د ازادۍ لپاره یې باید د طالبانو د حکومت شرطونه ومنل شي.

هغه وايي: "له امریکایي استازو سره د خبرو پر مهال ځینې مسایل چې باقي پاته وو، تر بحث لاندې راغلل. هغو کې د دوو امریکایي اتباعو موضوع هم چې افغانستان کې بندیان دي یاده شوه. د هغوی د خلاصون په اړه مخکې هم مونږ دوی سره بحثونه کړي وو. د افغانستان شرایط باید ومنل شي، مونږ هم اتباع لرو چې امریکا او ګوانتانامو کې بندیان دي. مونږ باید د امریکایانو په بدل کې خپل اتباع را خلاص کړای شو. څرنګه چې هغوی ته امریکایي اتباع مهم دي، مونږ ته افغانان مهم دي."

مجاهد دا معلومات ورنه کړل چې څه شمېر افغانان دا مهال په ګوانتانامو او د امریکا په زندانونو کې بندیان دي.

مجاهد دوحې ته د خپل پلاوي سفر هم ګټور یاد کړ او وې ویل، یوه لاسته راوړنه یې داوه چې غونډه د دوی له شرایطو سره سمه ترسره شوه.

د دوحې په غونډه کې د افغان ميرمنو او مدني فعالانو ځای خالي و.