د افغانستان د کرکټ سر سخته مینه‌وال "حاجي رضا خان" مړ شوی؛ ګڼو افغانانو پرې خواشیني ښودلې

حاجي رضا خان چې په رضا خان کاکا مشهور و، په اکثرو کورنیو او وخت نا وخت له هېواده بهر لوبو کې د افغانستان له درې رنګه بیرغ سره لوبغاړي هڅول.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو مشهور مينه‌وال او ملاتړی حاجي رضا خان د چنګاښ د میاشتې په ۱۳مه د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو.

حاجي رضا خان چې په رضا خان کاکا مشهور و، په دې وروستیو کې ناروغ او په روغتون کې بستر و.

خان د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو له سرسختو مینه‌والو څخه و چې تل به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په کورنیو او بهرنیو سیالیو کې د افغانستان د درې رنګه بیرغ سره راڅرګندېده او د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي به یې هڅول.

نوموړى د افغانستان د دودیزو جامو په اغوستو او د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ له امله چې تل به په لوبو کې ورسره وو د کرکټ د ډېرو مينه‌والو زړونه تر لاسه کړي وو.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د افغانستان د کرکټ بورډ، د دغه بورډ ټول کارکوونکي او لوبغاړي د حاجي رضا خان چې ټولو به له ډېرې مينې ورته رضا خان کاکا ويلې، په مړینه ژور خواشیني دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني مشر نسیم دانش هم په خپله فېسبوکپاڼه د رضا خان کاکا پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هغه له کرکټ سره ځانګړې مینه درلوده.

د پخواني جمهوري نظام پر مهال د ننګرهار پخواني والي ضياالحق امرخېل هم پر خپله فېسبوکپاڼه د نوموړي پر مړينه خواشيني څرګنده کړې ده.

امرخېل لیکلي: "رضا خان کاکا د افغانستان له بریا سره دومره لېوالتیا درلوده چې په ټولو سیالیو کې به یې له سپینې ږیرې سره ګډون کاوه او د کرکټ د لوبغاړو روحيه به يې لوړه ساتله."

د افغانستان د ازادو سياليو وتلي لوبغاړي احمد ولي هوتک او د ټولنیزو رسنیو ګڼو نورو کارونکو هم د رضا خان کاکا پر مړینه سخته خواشیني څرګنده کړې ده.

خان د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو له سرسختو مینه‌والو څخه و چې تل به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په کورنیو او بهرنیو سیالیو کې د افغانستان د درې رنګه بیرغ سره راڅرګندېده او د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي به یې هڅول.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر مینه‌والو هم د نوموړي پر مړینې خپه دي.

د غزني ولایت اوسېدونکي احمد شاکر ازادي راډیو ته وویل: "هغه په رښتیا د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره ډېره مینه درلوده. د کرکټ په سیالیو کې د رضا خان کاکا شتون ټولو لوبغاړو ته روحیه ورکوله، خدای دې وبخښي او جنتونه یې ځاى موږ ډېر پرې خفه شوو."

د کابل اوسېدونکي سمیع‌الله وویل: "کله چې رضا خان کاکا د افغانستان بیرغ سره میدان ته ته، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله یې ډېره وهڅوله، د کاکا رضا خان او د کرکټ د نورو مینه‌والو هڅونو له امله د افغانستان کرکټ لوبې وګټلې، په ټوله کې کاکا رضا د افغانستان د کرکټ په مینه‌والو کې يوه اغېزمنه څېره وه."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د حاجي رضا خان له کورنۍ سره هم خبرې وکړي، خو بریالی نه شو.

نوموړی د پکتیا ولایت اوسېدونکی و.

د افغانستان کرکټ بورډ تېره ورځ په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې د نوموړي د ناروغۍ اعلان وکړ او له ټولو افغان کرکټ مینه‌والو یې وغوښتل چې د هغه د رغېدو لپاره دعا وکړي، خو کرکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ د نوموړي د مړینې خبر ورکړ.