د دوحې د دوهمې ورځې غونډه دوام لري، افغانانو ورڅخه څه تمې لري؟

دوحه

نن د جولای لومړۍ نیټه، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې د درېیمې غونډې وروستۍ ورځ ده.

په دې غونډه کې د نژدې ۳۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو او د طالبانو د حکومت پلاوي ګډون کړی.

یو شمیر افغانانو ازادي راډيو سره په خبرو کې له ملګرو ملتونو او د دې غونډې له ګډنوالو وغوښتل چې د افغانستان د بشري ستونزو د حل لپاره باید عملي اقدام وکړي.

دوی وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو راوروسته په افغانستان کې بشري ناورین رامنځته شوی او بېوزلي او بې کاري زښته ډېره شوې ده.

دوی دغه شان له ملګرو ملتونو غواړي چې په افغانستان کې د بشري ناورین د له منځه وړلو لپاره د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي.

د ننګرهار ولایت اوسیدونکی، الفت ازادي راډيو ته وویل: «دا مهمه نه ده چې کوم نظام چې دلته برقراره دی، هغوی یې په رسمیت پیژني یا نه، دلته بشر دی، دلته ولسونه پراته دي، د دې هیواد وګړي حق لري چې هغه بودجه چې کنګل شوې ده د هغې نه برخمن شي او دا بودجه ورته راخلاصه شي.»

د کابل اوسیدونکی او یو له متقاعدینو څخه، افندي سنګر د ورته غوښتنې ترڅنګ وايي: «په دې غونډه کې لومړیتوب دا دی چې ښوونځي پرانیستل شي، د متقاعدینو حقوق ورکړل شي، د افغانستان کنګل شوي پیسې خوشې شي، د سوداګرۍ، اقتصاد او د بشري مرستو په اړه موضوعات باید حل شي.»

د دوحې د دریېمې غونډې کوربنو، د ملګروملتونو چارواکو هم ویلي چې د دوحې په غونډه کې به د مالي او بانکي ستونزو په اړه خبرې کېږي، او د دې تر څنګ د مخدره موادو په وړاندې مبارزه هم د اجندا یوه برخه ده.

د افغانستان بانک څه د پاسه ۹ عشاریه ۵ میلیارده شتمني چې، پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د امریکا د متحده ایالاتو له خوا ګنګل شوه.

خو وروسته متحده ایالاتو په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ستونزو د حل لپاره د دې پیسو یوه برخه چې ۳.۵ میلیارد ډالره کېږي په سویس کې د افغانستان امانت صندوق ته انتقال کړه.

سپینې ماڼۍ مخکې په یوه اعلامیه کې چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ میاشتې په اوومه نېټه یې خپره کړه، د بایډن له قوله ویلي و چې د افغانستان د بشري ناورین او له کبله یې د رامنځته شوي ګواښ په خاطر د ده د ۲۰۲۲م کال فرمان، په ۲۰۲۴ کال کې هم د اجرا وړ دی.

بایډن ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۱۱مه د افغانستان په اړه دغه فرمان صادر کړی و چې د شتمنۍ کنګل کېدل یې هم یوه برخه وه.

په ورته وخت کې، یو شمیر نور افغانان بیا وايي د افغانستان د ډيریو اقتصادي ستونزو حل، پر ښځو د طالبانو د حکومت د بندیزونو له پای ته رسیدو سره تړلی دی. د دوی په باور د همدغو بندیزونو له کبله نړیوالې ټولنې پر دوی فشارونه راوړي دي.

د جوزجان ولایت یوه اوسیدونکې، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، د ښځو پر کار له بندیزونو وروسته وزګاره شوې او د خپلې کورنۍ یوازینې سرپرسته ده: «په افغانستان کې په هر کور کې په هره کوڅه کې کونډې ښځې، بې سرپرسته ښځې او صغیر او یتیم بچي ډير دي او دې میرمنو چې پخوا کارونه درلوده هغه یې له لاسه ورکړل. نو له دې غونډې زما توقع دا ده چې دوی باید د ښځو حق، کار او تحصیل لپاره عملي اقدام وکړي او پر طالبانو دې فشار راوړي چې دا بندیزونه لرې کړي.»

تر زرو زیاتې ورځې کېږي چې د طالبانو حکومت د نجونو منځني ښوونځي تړلي دي، دغه شان یې د دوی په لوړو زده کړو او په ډېرې دولتي او نا دولتي ادارو کې پر کار هم بندیز لګولی دی.

د دوحې د درېیمې غونډې په اصلي ناستو کې د افغان ښځو استازو ته برخه نه ده ورکړل شوې، خو د ملګروملتونو د سرمنشي وياند سټیفن دوجاریک ويلي چې د غونډې مشره او د دغه سازمان د سرمنشي سياسي مرستياله روزمري ډيکارلو به د افغان ښځو له فعالانو او استازو سره د جولای په ۲مه نېټه جلا ناسته وکړي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په افغانستان کې د بېوزلۍ او بیکارۍ د ډېرېدو له کبله یو شمیر نړیوالو سازمانونو اندیښنه هم ښودلې وه چې د ښځو پر کار د طالبانو د حکومت بندیزونو د دې هیواد اقتصاد کمزوری کړی دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د افغانستان ۸۵ سلنه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او نژدې ۲۵ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.