په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګروملتو په کوربه توب غونډه نن په دوهمه ورځ دوام کوي.

Your browser doesn’t support HTML5

په هغه هوټل کې، چې دا غونډه پکې ترسره کېږي، خبریالان شته خو د راپور ورکولو او ویدیو اخیستلو اجازه نه ورکول کېږي. ټاکل شوې ده چې د غونډو په پای کې د ملګروملتو او طالبانو استازي په یوه ناسته کې د دوحې د درېیمې غونډې د پایلو په اړه څرګندونې وکړي. د ازادۍ راډیو خبریال احمد تکل چې دوحې ته تللی له هغه ځایه نور حال وايي: