اوچا له افغانستان سره د اسټرالیا د ۲،۶ میلیون ډالره مرستې خبر ورکړ

د اسټرالیا بیرغ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیم ادارې یا اوچا پرون له افغانستان سره د اسټرالیا د ۲،۶ میلیون ډالره مرستې خبر ورکړ.

اوچا وويل، دا پيسې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ورکړل شوې دي.

اوچا پرون پنجشنبې پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې له افغانستان سره د اسټرالیا د دې مرستې مننه کوي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې پر اساس، اسټرالیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره تر اوسه پورې څه باندې ۷۴ میلیون اسټرالیايي ډالره مرسته کړې ده.

دغه صندوق په ۲۰۱۴م کال کې په افغانستان کې تاسیس شو او د ملګرو ملتو په وینا له هغه وخت راهیسې یې تر یو میلیارد ډالرو زیاتې مرستې ترلاسه کړي دي.

تر دې مخکې اوچا اعلان کړی و چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق تېر کال ۸۱،۶ میلیون ډالره مالي مرسته ترلاسه کړې وه.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې نژدې ۲۵ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.