طالبانو په دوحه کې پر دوو مسایلو د بحث لپاره چمتووالی وښود

د عکس ښي لور ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او چپ لور ته په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتونبایووا

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وایي، دوحه کې به د دوی پلاوی پر دوو مسایلو بحث ته چمتو وي، لومړی له نشه‌یي توکو سره مبارزه او دویم هم پر دوی د بندیزونو لرې کول.

متقي دغه څرګندونې پرون چهارشنبه په کابل کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اتونبایووا سره په کتنه کې وکړې.

د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، دغو لیدو کتو کې د دوحې د غونډې پر اجنډا او د طالبانو د پلاوي پر جوړښت خبرې وشوې.

بلخي د میرمن اتونبایووا په حواله ویلي چې نوموړې د دوحې غونډه د نړیوالې ټولنې او طالبانو د نظر شریکولو لپاره ښه فرصت یاد کړی دی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان کړی چې د دوی د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد به د دوحې په غونډه کې د طالبانو د پلاوي مشري کوي.

د دوحې غونډه د راتلونکې یکشنبې په ورځ د جون په ۳۰مه پيلېږي.

تر دې وړاندې روزا اوتونبایووا ویلي، مېرمنې په د دوحې غونډې په اصلي بحثونو کې برخه ونه لري، هغه اعلان چې د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو غبرګونونه یې پارولي دي.