خواجه آصف: امریکا د پاکستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د امریکا د استازیو جرګې پر هغه پرېکړه‌لیک انتقاد کړی چې په پاکستان کې د فبرورۍ د میاشتې په عمومي انتخاباتو کې یې د بې نظمیو د ادعاوو په اړه د یوې خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې ده.

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې دغه انتخابات چې په نتیجه کې یې هېڅ یو ګوند ونه توانېد چې په یوازې توګه اکثریت ترلاسه کړي، له تاوتریخوالي، د ټیلیفوني او نورو ټولنیزو شبکو د بندېدو او د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان د ګوند له‌خوا د درغلیو له ادعاوو سره مله وه.

خو د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون دغه ادعاوې رد کړي دي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د پاکستان جیونیوز ته ویلي چې د امریکا متحده ایالات حق نه لري چې د پاکستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي یا په دې اړوند کومه فیصله صادره کړي.

هغه ویلي چې دغه پرېکړه‌لیک چې د سې شنبې په ورځ تصویب شوی، هېڅ ارزښت نه لري، خو د عمران خان ګوند د هغه هرکلی کړی دی.

د دې ګوند یوه جګپوړي مشر ذوالفقار بخاري ویلي، دوی هیله‌من دي چې نور هېوادونه او مشران هم د امریکا د استازیو جرګې په لاره پل واخلي.

د عمران خان ملاتړو خپلواکو کاندیدانو ډېرې څوکۍ وګټلې، خو د حکومت د جوړولو لپاره یې کافي اکثریت نه وو پوره کړی. پرځای یې د هغه د سیالانو اتحاد د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ حکومت جوړ کړ.