کرکټ نړیوال جام نیمه پایلوبه؛ افغانستان له جنوبي افریقا سره سیالي کوي

افغان کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې نن پنجشنبې له جنوبي افریقا سره سیالي کوي.

دا لوبه د ویسټ اینډیز/ترینداد په تروبا لوبغالي کې د کابل په وخت د سهار په پنځو پیلېږي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکي جاناتان ټروټ ویلي چې لوبډلې یې دغې سیالۍ ته ښه تیاری نیولی او تر خپله وسه به هڅه وکړي چې پر سیالې ډلې فشار راوړي.

افغانستان او جنوبي افریقا د ۲۰۱۰م او ۲۰۱۶م کلونو په نړیوالو جامونو کې هم سره مخامخ شوي وو، خو دواړه لوبې جنوبي افریقا ګټلې وې.

د دې جام بله نیمه پایلوبه نن د کابل په وخت د ماښام په اوو بجو د هند او انګلستان تر منځ ترسره کېږي.