رینا امیري: افغان کرکټ ملي لوبډله د افغانانو روح تسخیروي او هیلې ورکوي

د اسټرالیا پر وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د بریا یو انځور

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري افغان کرکټ لوبډلې ته چې د شل اورونو په نړیوال جام کې نیمه پایلوبې ته رسېدلې ده، مبارکي ورکړې ده.

مېرمن امیري نن په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د افغان کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي د افغانانو روح تسخیروي او هیلې ورکوي.

بل لور ته د افغانستان د ملي مقاومت په نوم د جبهې مشر احمد مسعود وایي، ورزش باید سیاسي نه شي.

احمد مسعود په یوه ویډیويي پیغام کې چې په خواله رسنیو کې خپور شوی، د بنګله‌دېش د لوبډلې پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تر بریا پورې وایي چې "ټول لوبغاړي زموږ ویاړونه دي، خدای پاک دې بریالي لري او که خدای کول د کرکټ ملي لوبډله به پایلوبې ته ورسېږي."

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سې شنبې په ورځ بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه او ټاکل شوې چې سبا د کابل په وخت د سهار په پنځو بجو به نیمه پایلوبه کې له جنوبي افریقا سره مخامخ شي.