کرکټ نړیوال جام نیمه پایلوبه؛ ټروټ: افغان لوبډله په دې پړاو کې هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي

افغان کرکټ ملي لوبډله د اسټرالیا ته له ماتې وروسته د خوشحالۍ پر مهال

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی جوناتان ټروټ د شل اووریز نړیوال جام په نیم پایلوبه کې له جنوبي افریقا سره د افغانستان د لوبې په درشل کې ویلي چې افغان لوبغاړي به په دې پړاو کې هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ټروټ، چې په جنوبي افریقا کې زېږېدلی او د انګلستان د ملي لوبډلې بیټسمن یا توپوهونکی پاتې شوی فرانس‌پرېس خبري آژانس ته ویلي چې افغان ملي لوبډله داسې مهال دې لوبې ته ورروان دی چې د نړیوال جام په نیم پایلوبه کې د ماتې یا بریا سابقه نه لري.

هغه همداراز ویلي چې په نیم پایلوبه کې سیالي د افغان لوبډلې لپاره یوه نوې تجربه ده نو ځکه دا لوبډله کېدای شي ډېره خطرناکه وي ځکه دا لوبډله ډېر څه نه لري چې له لاسه یې ورکړي نو سیاله لوبډله به تر فشار لاندې وي.

په پام کې ده چې د افغانستان او جنوبي افریقا لوبډلې سبا د کابل په وخت د سهار په پنځو بجو سره مخامخ شي.

افغانستان او جنوبي افریقا د ۲۰۱۰م او ۲۰۱۶م کلونو په نړیوالو جامونو کې هم سره مخامخ شوي وو، خو دواړه لوبې جنوبي افریقا ګټلې وې.