د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې د سه شنبې په ورځ یې په پروان ولایت کې درې کسان په ۳۹-۳۹ درو وهلي او په درې کاله بند یې محکوم کړي.
محکمې ادعا کړې چې په پروان کې یوې ښځې ته له کوره د تېښتې او دوو نورو کسانو ته د غلا په تور دا سزاوې ورکړل شوي.
د طالبانو سترې محکمې همداراز په یوه بله اعلامیه کې تایید کړې چې د هرات په اوبې ولسوالۍ کې هم د دوشنبې په ورځ یوه ښځه د دې محکمې د ادعا له مخې د زنا په تور په ۳۹ دُرو ووهل شوه.
طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ګڼو ښځو په شمول لسګونه کسان په عام محضر کې په درو وهلي او سزاوې یې ورکړي دي.
د بشري حقونو مدافع بنسټونه د طالبانو قضايي دستګاه تورنوي چې تورن کسان عدالت ته له لاسرسي پرته په صحرايي محکمو کې په سزا رسوي او په دې برخه کې چاته ځوابګویه نه دي.