متقي افغان لوبډلمشر ته؛ طالبان غواړي څو سپورټ له سیاست څخه لیرې وي

افغان کرکټ ملي لوبډله

د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام نیم پایلوبې ته د افغان ملي لوبډلې له پرمختګ وروسته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دوی غواړي سپورټ له سیاست څخه لیرې وي.

په هغه ویډیو کې چې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد پر خپله ایکس پاڼه خپره کړې، متقي په داسې حال کې ښکاري چې له لوبډلمشر راشدخان سره خبرې کوي.

افغانستان د ۲۰۲۴ کال د ۲۰ اووریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په وروستۍ سیالي کې له بنګلدېش څخه لوبه وګټله او نیم پایلوبې ته ورسېد.

که څه هم افغانستان چې لومړی یې بېټینګ وکړ، نسبتاً ټیټ یعنې د ۱۱۶ منډو هدف ټاکلی و، خو بالرانو د بنګله‌دېش پر لوبغاړو فشار زیات کړ او پرې یې‌ نه‌ښودل چې ټاکلی هدف پوره کړي.

افغانستان به د پنجشنبې په ورځ د جون ۲۷مه د کابل د سهار په ۵ بجو په نیم پایلوبه کې له جنوبي افریقا سره مخامخ شي.

د نیم پایلوبې دوهمه لوبه به هم د پنجشنبې په ورځ د هند او انګلستان ترمنځ وي.