په ویانا کې نن د طالبانو د مخالفو سیاستوالو د غونډې دوهمه او وروستۍ ورځ ده

په ویانا کې د طالب ضد څېرو د غونډې انځور

د اتریش په پلازمېنه ویانا کې نن د طالبانو د حکومت د مخالفو سیاستوالو د غونډې دوهمه او وروستۍ ورځ ده.

د یوه دیموکراتیک افغانستان لپاره د ویانا کنفرانس تر سرلیک لاندې د دې غونډې ګډونوال وايي، د دوی هدف په خپلو لیکو کې د اختلافونو له منځه وړل او د همغږۍ پیاوړي کول دي.

په دې غونډه کې د طالبانو پر مخالفو ډلو سربېره د ښځو استازې، مدنې فعالان او یو شمېر خپلواک سیاستوال هم شامل دي.

د دې غونډې یوه ډله ګډونوال د حل یوازينۍ لار د بین‌الافغاني مذاکراتو بیا پیلول بولي، خو بله ډله یې بیا د خبرو تر څنګ پر پوځي انتخاب ټینګار کوي.

د دې غونډې کوربه د اتریش د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو اړیکو انسټېټیوټ دی.