نړیوال جام؛ افغانستان بنګله‌دېش ته د ۱۱۶ منډو هدف ورکړ

د افغانستان لوبغاړی ګلبدین نایب د لوبې پر مهال

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د ۸ غوره لوبډلو په پړاو کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د پیل شوې سیالۍ لومړۍ پاڼۍ بشپړه شوه.

یاده سیالي چې نن د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې پیل شوې وه افغان لوبډلې یې تر پچې ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه او ۱۱۵ منډې یې وکړې.

افغان لوبډلې ته یو وار بیا رحمن‌الله ګربز تر نورو زیاتې ۴۳ منډې وکړې.

بنګله‌دېش ته بیا رشاد حسین ۳ لوبغاړي وسوځول.

د لومړۍ پاڼۍ تر پای ته رسېدو وروسته ورښت هم پیل شوی او لا معلومه نه ده چې دویمه پاڼۍ به کله پیل شي.

د دې سیالۍ ګټل افغان لوبډلې ته له دې امله اړین دي چې نیمه پایلوبې ته پرې رسېدای شي او د بایللو په صورت کې به یې په نړیوال جام کې سفر پای ته ورسېږي.