ملګري ملتونه: د دوحې د غونډې هدف له نړۍ سره خبرو ته د طالبانو هڅول دي

دا ځل به د دوحې په کنفرانس کې د ښځو استازې ګډون ونه لري

د ملګروملتونو ویاند وايي، د دوحې د غونډې هدف دا دی چې طالبان وهڅوي چې د افغانانو له ګټو سره سم په همغږي او منظم ډول له نړۍ سره خبرې وکړي.

سټیفن دوجاریک پرون یکشنبې خبریالانو ته وویل چې بشري حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه به د دوحې په غونډه کې په ټولو بحثونو کې مهم وي.

دوجاریک زیاته کړه چې د دوحې غونډه د یوې پروسې برخه ده، نه یوه ناسته او افغان ښځې او مدني ټولنې به د دې پروسې برخه وي.

طالبان به د راتلونکې اوونۍ په پای کې د سرطان لسمه او یوولسمه قطر ته خپل استازي واستوي چې په دوحه کې په هغه دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړي چې د ملګرو ملتونو د لوړپوړو چارواکو ترڅنګ د افغانستان لپاره د ۲۵ هېوادونو ځانګړي استازي په‌کې برخه اخلي.

دا د ملګرو ملتونو په مشرۍ درېیمه ناسته ده خو له دې نظره لومړۍ ده طالب چارواکي پکې ګډون کوي.