برون: لبنان ته د اسراییلو د عملیاتو غځېدل به د ایران د غچ اخیستنې خطر له ځان سره ولري

د اسراییل او لبنان د پولو څنډو کې د راکټي بریدونو له کبله اور لګېدلی دی.

د امریکا د پوځ یوه لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړی چې لبنان ته د اسراییلو د پوځي عملیاتو غځېدل به د ایران د غچ اخیستنې خطر له ځان سره ولري.

د امریکا د ګډې قومندانۍ مشر او د هوایي ځواکونو جنرال سي کیو برون پرون یکشنبه خبریالانو ته ویلي، پر لبنان عملیات پراخه جګړه پارولی شي چې ورسره په سیمه کې مېشتو امریکایي ځواکونو ته هم خطر پېښېږي.

د اسوشېټېډپرېس په وینا، تر دې وړاندې د اسراییلو چارواکو ګواښ کړی که خبرې د دې لامل نه شي چې حزب‌الله ډله له سرحدي سیمو په شا شي، دوی به پر لبنان عملیات وکړي.

څو ورځې وړاندې د اسراییل پوځ وویل، د لبنان عملیاتو ته یې یو باوري پلان چمتو کړی دی.

حزب‌الله چې د ایران له ملاتړه برخمنه ډله بلل کېږي، د غزې د جګړې له پيله وخت نا وخت پر اسراییلو توغندیز بریدونه کوي او اسراییل یې هم اهداف په نښه کوي.