طالبانو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو هرکلی کړ

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له دریځ هرکلی کړی چې ویلي یې دي له طالبانو سره لا زیاتو با ثباتو، دوامداره او حقیقي خبرو ته اړتیا ده.

سرګي لاوروف د ټولیز امنیت د تړون سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په ناسته کې چې همدا اوونۍ په قزاقستان کې شوې د افغانستان اړوند خبرې کړي.

هغه ویلي، له افغانستان لا هم د ترهګرۍ ګواښ موجود دی، خو د ده په خبره د طالبانو حکومت له ترهګرو سره مبارزه کوي او دوی یې همکارۍ ته چمتو دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې د لاوروف له نظره د هرکلي تر څنګ ویلي چې د روسیې په شمول ټولو هېوادو ته د ښه امنیت ډاډ ورکوي.

لاوروف داسې وخت د طالبانو له حکومت سره د دوامداره او رغنده خبرو په دوام ټینګار کړی چې تمه ده د همدې جون میاشتې په پای کې د دوحې درېیمه ناسته وشي.

د دوحې په ناسته کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان لپاره د نړۍ د ګڼو هېوادونو ځانګړي استازي غونډه نیسي.