د روسیې داغستان کې د وسله‌والو بریدونه؛ له ۱۶ ډېر کسان وژل شوي

د روسیې په داغستان کې د وسله‌والو کسانو د بریدونو وروسته یوې ودانۍ اور اخیستی دی.

د روسیې په داغستان کې د وسله‌والو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ پولیس، یو عیسوي کشیش او یو شمېر نور ملکیان وژل شوي دي.

د داغستان والي سیرګي میلیکوف نن دوشنبه وختي وویل وسله‌والو بریدګرو پرون یکشنبه په دوو ښارونو مخاچ کلا او دربند کې پر دو کلیساوو، د یهودانو پر یوه عبادت ځای او د پولیسو پر یوه پوسته ډزې وکړې.

اسوشېټېډ‌پرېس خبري اژانس ویلي چې د روسیې د ترهګرۍ ضد کمېټې د داغستان دغه بریدونه ترهګریز بللي دي.

په داغستان کې د دغو بریدونو له کبله د درېیو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان شوی دی.

تراوسه معلومه نه ده چې د بریدګرو کره شمېر څومره و، خو چارواکو ویلي پنځه تنه بریدګر یې وژلي دي.

د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو وړاندې تر دې داعش تر ډېره په روسیه کې د ورته بریدونو مسوولیت اخیستی دی.