طالبان: اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۶۰ تنه بهرني وګړي بندیان دي

د طالبانو په کنټرول کې د پلچرخي زندانه یوه څنډه

د افغانستان یوې کورنۍ رسني د طالبانو د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې دا مهال د هېواد په زندانونو کې شاوخوا شپېته تنه بهرني وګړي بندیان دي.

آریانا نیوز پرون د زندانونو د ریاست د مرستیال عبدالله همدرد له قوله خبر ورکړ چې نوموړی وایي، شپېته بهرني وګړي چې لس مېرمنې هم په‌کې دي اوسمهال د افغانستان په محبسونو کې بندیان دي.

د طالبانو دې چارواکي د دې بندیانو د هویت په اړه او دا چې د کومو هېوادونو وګړي دي، څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بینېټ خبرداری ورکړی و چې امریکايي وګړی رایان کوربت چې له دوو کلونو راهیسې له طالبانو سره بندي دی د روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي له کبله له جدي روغتیايي خطر او حتی مرګ سره مخامخ دی.

کوربت په افغانستان کې له نادولتي موسسو سره کار کاوه او په ۲۰۲۱م کال کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول دی له افغانستانه ووت خو د ۲۰۲۲م کال په جنوري میاشت کې بېرته افغانستان ته ستون شو چې سمدستي د طالبانو له خوا ونیول شو.