د دوحې په راتلونکې غونډه کې د افغان ښځو استازې برخه نه اخلي

د پلازمېنې دوحې یوه څنډه

د دوحې په راتلونکې غونډه کې د افغان ښځو استازې برخه نه اخلي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر پرونۍ غونډې وروسته د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، ملګرو ملتونو ته څوک شرایط نه شي ایښودلی چې څرنګه غونډه به جوړوي.

اغلې اوتنبایووا زیاته کړه چې د دوحې د راتلونکې غونډې مشري د ملګرو ملتونو سیاسي مشره روزماري دیکارلو کوي او د افغانستان لپاره د۲۲ هېوادونو په ځانګړیو استازیو کې چې کومې ښځې دي، هغوی به هم ګډون په کې وکړي.

په دوحه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دوه ورځنۍ غونډه د جون په ۳۰مه پيلېږي.

په دې غونډه کې د افغان مېرمنو د استازیو پر نه ګډون د بشري حقونو یو شمېر ډلو سخت اعتراض کړی دی.

د بشري حقونو د څار ډلې اجراییوي مشرې تیرینا حسن وویل، د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د فشارونو له کبله ملګري ملتونه غواړي داسې غونډه جوړه کړي چې په اجنډا کې یې د ښځو د حقونو مسئله شامله نه وي او د غونډې په خونه کې افغانې ښځې نه وي چې دا ټکان ورکوونکې پرېکړه ده.

د بخښنې د نړیوال سازمان عمومي مشر اګنیس کالمارد بیا وویل، که چېرته د دوحې په غونډه کې د ښځو د بشري حقونو مدافعان او د افغان مدنې ټولنې استازي برخه وانه‌خلي، د غونډې اعتبار به له منځه ولاړ شي.