له غزې د ۲۰ فلسطینیانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

له غزې تړانګې د اسراییل او د حماس ډلې ترمنځ د روانې جګړې پر مهال پرون د ۲۰ فلسطینیانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د جرمني خبري اژانس د فلسطیني روغتیايي سرچینو د ناتایید شویو راپورونو پر اساس دا خبر ورکړی دی.

بلخوا د اسراییل پوځ وايي چې د غزې تړانګې په مرکزي او جنوبي برخو کې به یې پوځي عملیات دوام وکړي.

د جرمني خبري اژانس زیاته کړې چې وړمه شپه په خان یونس ښار کې چې یوه بشري ساحه اعلان شوې د فلسطینیانو د اسلامي جهاد ډلې د توغندیو ویشتلو یوه ساحه بمباري شوې ده.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، د اکټوبر له اوومې په روانه جګړه کې ۳۷زره ۱۰۰ کسان وژل شوي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید یا رد کړي نه دي.