په خیبر پښتونخوا کې یو کس د مذهبي مقدساتو د سپکاوي په تور وژل شوی

یو خبریال وايي، قهرجنو خلکو د پولیسو درې موټرې هم وسوځولې او د پولیسو د پوستې ودانۍ ته یې اور هم واچاوه.

پولیس وايي چې د خیبر پښتونخوا په سوات کې پارېدلو کسانو یو کس د مذهبي مقدساتو د سپکاوي په تور وژلی دی.

د سوات د پولیسو مشر ډاکتر زاهد‌الله د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې پېښه د جون پر ۲۰مه په مدین کې رامنځته شوې ده.

ده وویل چې وژل شوی کس د پنجاب د سیالکوټ اوسېدونکی و چې سوات ته په چکر تللی و.

زاهدالله زیاته کړه چې پولیسو هغه سړی ژغوره، خو پارېدلو د پولیسو په پوسته برید وکړ او اور یې ور واچاوه.

یو ځايي خبریال احسان‌الله مشال راډیو ته وویل چې یو شمېر خلکو هغه سړی د اسلامي مقدساتو په سپکاوي تورن کړ او ورسره یې جګړه پیل کړه چې پولیسو ورڅخه خلاص کړ او پوستې ته یې انتقال کړ.

د ده په وینا، تر هغې وروسته په مدین کې په لاوډسپیکرونو اعلانونه وشول چې پولیسو د "دیني مقدساتو سپکاوی کوونکی" ژغورلی دی.

په سوات کې پارېدلو کسانو د پولیسو پوستې ته اور اچولی چې زیانونه یې هم اړولي دي.

احسان‌الله وايي، تر اعلانونو وروسته ګڼ خلک په تاڼې (پولیسو پوسته) ورغلل چې اخ او ډب کې د پولیسو د ډزو له کبله یو شمېر کسان ژوبل شول.

د هغه په خبره، وروسته پارېدلو کسانو د پوستې دروازه ماته کړه، ودانۍ ته ننوتل او پر هغه کس یې تېل واچول او ویې سوځاوه.

هغه زیاتوي، قهرجنو خلکو د پولیسو درې موټرې هم وسوځولې او د پولیسو د پوستې ودانۍ ته یې اور هم واچاوه.

ځايي اوسېدونکي ادعا کوي چې ۱۱ کسان د پولیسو په ډزو ژوبل شوي، خو پولیسو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سیمې اوسېدونکي او روغتیايي چارواکي وايي چې درې ژوبل کسان د سیدو شریف روغتون او نور یې د مدین روغتون ته لېږدول شوي دي.

چارواکي وايي چې ګڼ پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او د وضعیت کنټرولولو لپاره د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده نافذه شوې چې ورسره سم، د پنځو یا تر پنځو د زیاتو کسانو پر راغونډېدو، غونډو او د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ او د وسلو پر ګرځولو بندیز لګېدلی دی.

ځايي چارواکي او خبریالان وايي چې پولیسو د مدین بازار تړلی او په‌کې یې د موټرو تګ راتګ هم بند کړی دی.

د سوات په پېښه کې یو شمېر موټرې هم سوځېدلي دي.

په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي په نوم پېښې کېږي چې په کې ډېری تورن کسان د نورو مذهبونو وي، خو کله کله مسلمانان هم تورنېږي.

د روان کال د مې پر ۲۵مه د پنجاب په سرګودا (سرګودها) کې پارېدلو کسانو د دیني مقدساتو د سپکاوي په تور یو مسیحي وګړی وواهه او ژوبل یې کړ او وروسته یې د هغه د کورنۍ د بوټانو جوړولو کارخونې ته اور واچاوه.

د ۲۰۲۳م کال په اګست کې د پنجاب په جړاوالا سیمه کې مذهب ته د توهین تر ګنګوسو وروسته لسګونه پارېدلو کسانو پر یو شمېر کلیساګانو او د عیسویانو پر کورونو بریدونه وکړل او زیانونه یې ور واړول.

د یاد کال د مې پر شپږمه د مردان په ساولډېر کې قهرجنو کسانو د نګار عالم په نوم یو ملا وواژه.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو یو قانون هم موجود دی، خو پر دې سربېره وخت ناوخته خلک له خپل لوري اقدام کوي او له تاوتریخوالي کار اخلي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د ۲۰۲۳م کال د اپرېل پر ۲۶مه په خپل کلني راپور کې ویلي وو چې په هغه هېواد کې د مذهب سپکاوي په نوم محکمې ته له وړاندې کېدو پرته د تورنو کسانو وژنې دوام لري.

راپور وايي چې حکومت د قوانینو په سختولو د تورنو کسانو ژوند لا سخت کړی دی.

د بشري حقونو سازمانونو، قانونپوهانو او مدني فعالانو په بیا بیا ويلي چې په پاکستان کې په یو شمېر پېښو کې د توهين مذهب د سزاګانو قانون د شخصي دښمنيو لپاره کارول شوی او د دوی په وينا، بايد په‌کې داسې بدلون راشي چې ورسره سم د هغو کړنو مخه ونيول شي.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو په قانون کې د بدلون موضوع دومره حساسه ده چې په اړه يې ډېری سیاستوالان، مدني فعالان، قانونپوهان او روڼ اندي ديني عالمان یا خو بیخي خبرې نه کوي او يا بیا په خپلو څرګندونو کې د ټکو په انتخاب کې له ډېر احتياطه کار اخلي، ځکه چې د قهرجنو له‌خوا د وژنو پېښو دا وېره لا زیاته کړې ده.

خو په تېرو وختونو کې د پاکستان حکومتونو په بیا بیا ټینګار کړی چې د مذهب سپکاوي د سزاګانو د قانون ناسمې کارونې اجازه نه ورکوي.