طالبانو د دوحې غونډه کې د دوی د ګډون لپاره د شرایطو په اړه خوشبیني وښوده

د پلازمېنې دوحې یوه څنډه

د طالبانو یوه جګپوړي ډیپلومات ذاکر جلالي د دوحې په راتلونکې غونډه کې د هغوی د ګډون لپاره د شرایطو په اړه خوشبیني څرګنده کړه

ده نن جمعه پر خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د وضعیت ټاکلو ته لس ورځې پاتې دي.

جلالي همداراز لیکلي چې ملګرو ملتونو د دوحې د ناستې اجنډا له طالبانو سره شریکه کړې ده.

د ده په وینا، د دوحې د درېیم کنفرانس په اجنډا کې د خصوصي سکتور، مالیې، بانکدارۍ، له مخدرو موادو سره د مبارزې او د بدیل معیشت په اړه بحثونه شامل دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر سلاکار ټینګار وکړ چې طالبان د سیمه‌ییزو همکاریو د بېلګې په وړاندې کولو سره له نړیوالې ټولنې سره د تعامل په لټه کې دي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې درېیم کنفرانس، چې د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي په‌کې ګډون کوي، د سرطان په لسمه او یوولسمه جوړه شي.

د ځینو سرچینو پر اساس، ملګري ملتونه به د طالبانو په غوښتنه دې غونډې ته د مدني ټولنې او د بشري حقونو فعالانو او ښځو ته بلنه ورنه کړي.

د ښځو د حقونو یو شمېر ډلو د دوحې پر غونډه نیوکه کړې ده.