د اسراییلو پوځ: د لبنان جنوب کې مو د حزب‌الله ډلې یو مشر وژلی

د حزب الله جنګیالي

د اسراییل پوځ وايي چې پرون یې د لبنان په جنوب کې د ایران پلوه حزب الله د یوې ډلې مشر وژلی دی.

په همدې حال کې داسې اندېښنې شته چې ښايي د اسراییل په شمالي پوله کې نښتې په جګړه کې یوه نوې جبهه پرانېزي.

د جرمني د ډي‌پي‌اې خبري اژانس د راپور له مخې، د اسراییل دفاعي ځواکونو ویلي چې فضل ابراهیم چې دوی یې "ترهګر" بولي، د لبنان په جنوب کې د دیر کیفا په سیمه کې د اسراییلي الوتکې په دقیق برید کې وژل شوی دی.

د اسراییل پوځ ویلي چې ابراهیم په جویا سیمه کې د حزب‌الله د عملیاتو قومندان و او د اسراییل پر ضد د تروریستي بریدونو د پلانولو او ترسره کولو مسوولیت یې په غاړه درلود.

د لبنان حزب‌الله ډلې د دغه قوماندان وژل کېدا تاييد کړه او ويې ويل، دې ډلې په ديرالزور کې د بريد په ځواب کې د اسراییل پر شمالي سيمو لسګونه توغندي توغولي دي.