بینېټ: افغان کډوال له سختو شرایطو سره مخامخ دي

ارشیف: په پاکستان کې افغان کډوالو د یواین‌ایچ‌سي‌آر یوه سیمه ییز دفتر کې د سیمه ییزو کارکوونکو سره د خبرو پر مهال

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ وايي، د کډوالۍ نړیوالې ورځې په مناسبت د هغو میلیونونو افغانانو قدردانی کوي چې له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ شوي دي.

بینېټ نن په خپله ایکس­پاڼه کې لیکلي چې که څه هم دغه افغانانو انعطاف منونکي دي، خو ډېری یې له سختو شرایطو سره مخامخ دي.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د بسپنې ځانګړي مرستندوی صندوق د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان کډوالو او بېځایه شویو د ملاتړ پر دوام ټینګارکړی و.

دې صندوق نن په دې مناسبت پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، دا درک کوي چې ملیونونه بېځایه شوي او هېواد ته راستانه شوي کډوال، د شخړو او طبیعي پیښو په ګډون له سترو ننګونو سره مخ دي.

دغه مرستندوی صندوق لیکلي چې د افغان کډوالو او بېځایه شویو لاسنیوي ته ژمن دي ترڅو چې بېرته خپل ژوند ورغوي.