کرکټ نړیوال جام؛ له هند سره نننۍ لوبه د افغانستان لپاره څومره مهمه ده؟

د افغانستان او هند ترمنځ د یوې مخکېنۍ لوبې انځور

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو کې خپله لومړنۍ لوبه نن د هند لوبډلې سره کوي.

دا لوبه د کابل پر وخت د ماښام په اوو بجو د ویسټ اينډیز په بارابادوس ټاپو کی پیلېږي.

د افغانستان لوبډلې د ګروپي لوبو په پړاو کې د نیوزیلينډ، پاپوا نیوګیني او یوګاندا لوبډلو ته ماتې ورکړه، خو وروستۍ لوبه یې کوربه ویسټ اينډیز ته وبایلله.

سلطان محمد سرور د مرکې پیل کې د اتریش د کرکټ بورډ رییس بلال زلمی پوښتلی چې نننۍ لوبه د افغانستان د لوبډلې لپاره څومره مهمه ده؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

زلمي سره مرکه