د هند د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی: د افغانستان لوبډلې ته په کم نظر نه ګورو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

د هند د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی راهول ډراوېډ وایي، لوبډله به یې نن د افغانستان ټیم ته په "کم نظر" ونه ګوري.

فرانس پرېس د ډراوېډ د پروني خبري کانفرانس په حواله ویلي: "افغانستان د دغو لوبو په فارمټ کې یوه خطرناکه لوبډله لري او خپله وړتیا یې په نړیوال جام کې ښودلې ده."

ډراوېډ، چې د هند پخوانی بېټسمن یا توپوهونکی دی، دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې نن د نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې افغانستان او هند سره مخامخ کېږي.

نننۍ مسابقه د کابل پر وخت د ماښام اووه بجې پیلېږي.

افغانستان په ګروپي پړاو کې یوګاندا، نیوزیلینډ او پاپوانیوګیني ماتې ورکړه، خو تېره دوشنبه یې د ویسټ اینډیز په وړاندې ماتې وخوړه.

د افغانستان بله مسابقه راوانه شنبه د اسټرالیا او د سې شنبې په ورځ د بنګله‌دېش په وړاندې ده.