د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان پر وضعیت بحث کېږي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عمومي غونډې انځور

ټاکل شوې سبا جمعه د چنګاښ لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان پر وضعیت بحث وشي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر د معلوماتو له مخې، دغې غونډې ته به د یوناما مشره روزا اوتنبایووا د افغانستان پر حالاتو توضیحات ورکړي.

دغه غونډه به د جمعې په ورځ د کابل پر وخت د مازیګر شپږنیم بجې پیل شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان موضوع داسې وخت مطرح کېږي،چې ټاکل شوې لس ورځې وروسته یعنې د جون پر ۳۰مه په قطر کې د افغانستان په اړه درېیمه غونډه جوړه شي.

طالبانو هم تایید کړې چې د قطر په درېیمه غونډه کې چې ملګري ملتونه یې کوربه‌توب کوي، برخه اخلي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق د چهارشنبې په ورځ وویل، د دوحې په درېیمه غونډه کې له طالبانو سره د افغانستان په رسمیت پېژندل شوي حکومت په څېر نه، بلکې د حاکمو چارواکو په څېر چلند کېږي.