جرمني امنیت ته ګواښ او د افغانانو ایستل؛ فایزر: په دې اړه له ځینو هېوادونو سره په خبرو بوخت یوو

د جرمني د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزر

جرمني د هغو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لپاره چې خپل ملي امنیت ته یې ګواښ بولي، له بېلابېلو هېوادونو سره په خبرو بوخت دی.

د جرمني خبري شبکې دویچ‌ویله نن چهارشنبه د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزیرې نانسي فایزر په حواله ویلي، دوی له هېوادونو سره ځکه خبرې کوي چې افغانستان ته د پناه غوښتونکو د اخراج ممکنه لارې چارې ومومي.

هغې افغان کډوالو ته په اشارې زیاته کړه، جرمني په زغرده کار کوي چې خطرناکه اسلامپاله او د تاوتریخوالي عاملان کډوال افغانستان ته واستوي.

تر دې وړاندې شپیګل مجلې ویلي وو، د جرمني چارواکو د تېرې مې میاشتې په وروستیو کې له ازبکستاني چارواکو سره هم خبرې کړي چې څنګه یو شمېر افغان کډوال لومړی هلته او بیا خپل وطن ته ولېږي.

جرمني کې وروسته تر هغه د افغان پنا غوښتونکو په وړاندې حساسیتونه وپارېدل چې وروستیو څو اوونیو کې په دغه هېواد کې د افغانانو له‌خوا ځینې تاوتریخجنې پېښې وشوې.

تېره یکشنبه په هامبورګ کې پولیسو هغه سړی په ډزو سره ټپي کړ چې د پولیسو په خبره تبر په لاس یې په په پولیسو باندې د برید هڅه کوله.

تر دې مخکې د جمعې په ماښام له برلین ۱۳۰ کیلومتره لرې په یوه ختیځ ښار کې یوه افغان کډوال یو بل افغان په چاقوګانو وواهه او مړ یې کړ.

دغه بریدګر وروسته په یوه کور کې درې نور کسان هم چې د اروپا د فوټبال د اتلولۍ د پیل لوبې یې کتلې ټپیان کړل.

پولیسو په خپل بیان کې وروسته ویلي چې بریدګر غوښتل په پولیسو باندې هم برید وکړي، خو په ډزو سره یې مخه ونیول شوه.

دغه افغان کډوال وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

تېره سه شنبه هم د جرمني پولیسو اعلان وکړ چې یو نولس کلن افغان ځوان په فرانکفورت ښار کې یوه ۴۱ کلنه جرمنۍ ښځه په چاقو وهلې او ټپي کړې یې ده.

تر دې مخکې په منهایم ښار کې د مې په ۳۱مه یوه افغان کډوال د یوه پولیس په شمول پنځه کسان د چړو په ګوزارونو ټپيان کړل.