طالبانو د ریچارډ بینېټ وروستي راپور ته توند غبرګون وښود

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د طالبانو حکومت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر وروستي راپور ته توند غبرګون ښودلی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن چهارشنبه پر خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر لیکلي، د ملګرو ملتونو یو شمېر غړي، په ځانګړې توګه ځانګړی راپورتر یې هڅه کوي چې د ده په وینا د دوحې له غونډې مخکې د خلکو ذهنیتونه بلې خواته واړوي.

مجاهد زیاته کړې چې دغه استازي د ده په ټکو د ناسمو تصویرونو په وړاندې کولو سره لوی پرمختګونه تر شعاع لاندې راولي.

هغه ټینګار کړی چې له طالبانو سره باید مثبت او کارنده تعامل وشي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بینېټ په خپل راپور کې چې پرون سه شنبه یې د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړ، طالبان د جنسیتي ځپنې د سیستم پر عامولو تورن کړل.

هغه د طالبانو تر واک لاندې د ښځو او نجونو وضعیت ټکان ورکوونکی بللی دی.

دا راپورونه داسې مهال خپریږي چې ټاکل شوې د همدې میاشتې په پای کې د دوحې غونډه جوړه شي او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ویلي، بحثونه به یې تر ډېره د ښځو پر حقونو ور ټول وي.