بینېټ د بشري حقونو شورا ته د افغانستان د بشري وضعیت په اړه راپور وړاندې کوي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازی وايي، نن به د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته وړاندې کړي.

ریچارډ بینیټ د دې راپور جزییات نه دي ورکړي، خو په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان دایمي استازولۍ ویلي چې بینېټ به په دې راپور کې د افغان نجونو او ښځو پر تعلیم، کار او روغتیايي او حقوقي خدماتو ته د هغوی پر لاسرسي د لګېدلو محدودیتونو او د بشري حقونو د نورو سرغړونو یادونه وکړي.

دې استازولۍ چې د پرځېدلي جمهوري نظام استازي یې اداره کوي، پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي چې بینېټ به د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنایتونو او د طالبانو له‌خوا د ښځو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض مسئله یاده کړي.

د ښځو او نجونو پر تعلیم او کار د طالبانو محدودیتونه د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی.