د جرمني پولیسو د افغان پناه غوښتونکو یوه کورنۍ د پولنډ خاورې ته اړولې

د جرمني او پولڼد سرحدي سیمه کې جرمني ځواکونه

پولنډي چارواکي وایي، د جرمني پولیسو له دوی سره له مشورې پرته د افغان پناه غوښتونکو یوه کورنۍ د دوی خاورې ته ور اړولې ده.

د پولنډ سرحدي ګارد پرون دوشنبه پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر، د جرمني پولیسو دغه کار د دوه اړخیزې همکارۍ له اصولو سرغړونه او د اوښتو د قانون خلاف کار بللی دی.

د "ډي‌پي‌اې" خبري اژانس د راپور له مخې، د پولنډ سرحدي ګارد ویلي، جرمني پولیس باید دا ډول خپلسره کړنې ترسره نه کړي.

د پولنډ صدر اعظم دونالډ ټوسک ویلي، دی به د ده په ټکو د دغه نه منلو وړ عمل په اړه له خپل جرمن سیال اولاف شولتز سره خبرې وکړي.

جرمني بیا ویلي، دوی دغه پنځه کسیزه افغان کورنۍ ځکه پولنډ ته اړولې چې د پولنډ د پناه اخیستنې اسناد ورسره وو.

جرمني دغه اقدام داسې مهال کوي چې هغه هېواد کې په دې وروستیو کې د پناه غوښتونکو په ځانګړې توګه افغانانو په وړاندې حساسیتونه ډېر شوي دي.