د ایټالیا په سواحلو کې د کښتیو ډوبېدو له کبله ۱۱ کسان مړه شوي او ۶۴ نور تري تم دي

د ایټالیا سواحلو کې د ډوبې شویو کښتیو یو انځور

خیریه ټولنې او ملګري ملتونه د ایټالیا په جنوبي سواحلو کې د دوو کښتیو د ډوبېدو په پېښه کې د ۱۱ کډوالو د مړینې او د ۶۴ تنو نورو د تري تم کېدو خبر ورکوي.

د جرمني یوې خیریه ټولنې چې په سیمه کې د ژغورنې یوه کشتۍ لري وايي، ژغورونکو یې له یوې ډوبې شوې لرګینې کښتۍ څخه ۵۱ کسان ژغورلي چې دوه تنه یې بېسده وو او د همدې کښتۍ په کوزنۍ برخه کې یې د لسو کسانو مړي موندلي دي.

دې ټولنې پر خپله ایکسپاڼه د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې د دوی همکاران له دې کبله خپه او قهرجن دي.

دا تولنه همداراز وايي، د ژغورل شوي کسان یې د ایټالیا ساحلي ساتونکو ته سپارلي دي.

د کډوالو لپاره د ملګروملتو لویې کمېشنرۍ یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" UNHCR نن له دې جرمنۍ ټولنې سره په ګډ بیان کې وویل، په دې کښتیو کې سپاره کډوال د سوریې، مصر، پاکستان او بنګله‌دېش وګړي وو.