یونېسف د افغان ماشومانو پر وضعیت يوځل بيا اندېښنه ښودلې

ارشیف: د افغانستان په فراه کې د نجونو یو ښوونځی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ تړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف د افغان ماشومانو پر وضعیت يوځل بيا اندېښنه ښودلې ده.

یونېسف ويلي چې د افغانستان ماشومان په نړۍ کې له تر ټولو ننګونکي وضعیت کې ژوند کوي.

یونېسف وايي چې تل په افغانستان کې ښوونځیو ته د نجونو د بېرته ستنېدو ملاتړ کوي.

د يونېسف د اړيکو مسوول ډان‌تيمم له "سي‌این‌این" سره په مرکه کې ټينګار کړى چې په افغانستان کې د ډېرو ژوند له ګواښ سره مخ دی او وايي چې اوس د سیاست وخت نه، بلکې د ماشومانو د ژوند ژغورلو وخت دی.

نوموړي زیاته کړې: "یو میلیارد ساعتونه په رښتيا هم ډېر درسي ساعتونه مو له لاسه ورکړي. زه دې هېواد ته ډېر سفر کوم او ډېری کورنۍ ګورم چې له دې محدودیت اعېزمنې شوي او د غمجنو نجونو ليدل ډېره خواشينونکې ده، موږ د تعلیم په اړه خبرې کړې دي. له بده مرغه په افغانستان کې د ماشومانو ستونزه يوازې دا نه ده، زه نهه میاشتې کېږي چې دلته یم او په دې موده کې درې زلزلې، د کډوالو د راستنېدو ناورين، وچکالۍ، سخت ژمی او په دې وروستیو کې ناڅاپي سېلابونه هم راغلي دي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له‌خوا له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ له بنديز څه باندې زر ورځې تېرېږي.

ارشیف: په بدخشان کې د یوه ښوونخي زده کوونکې او ښوونکې

تر دې مخکې د یونېسف اجرایوي مشرې کاټرین‌راسل هم په یوه بیان کې له طالبانو غوښتي وو چې ژر تر ژره دې نجونو ته د زده‌کړو حق ورکړي.

اغلې راسل ویلي وو چې افغان نجونې تر بل هر وخت زیات ملاتړ ته اړتیا لري او نړیواله ټولنه باید له دوی ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف انګېري چې له یو نیم ملیون څخه زیاتې نجونې د زدکړو له بنديزونو اغېزمنې شوې دي.

یو شمېر کورنۍ چې نجونې يې له زده‌کړو بې برخې دي وايي، نه شي کولای چې نور وويني چې لوڼې يې له زده کړو بې برخې پاتې شي.

زینب، چې تر شپږم ټولګي پورې یې زده‌کړې کړي او د طالبانو له بياځلي راتګ وروسته له ښوونځي بې برخې ده، ازادي راډیو ته یې وویل: "په دې څو کلونو کې طالبانو زموږ پر مخ ښوونځي تړلي او اجازه نه ورکوي چې موږ خپل زده‌کړو ته دوام ورکړو، شپږ کاله زه اول نمره وم. ډېر ارمانونه مې درلودل چې خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړم، خو افسوس زموږ ارمانونه له خاورو سره خاورې شول."

د زده‌کړو د برخې یو فعال فضل هادي وزین ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو حکومت له درېیو کلونو راهیسې د نجونو د تعلیم حق تر پښو لاندې کړی چې په ټکو یې کړی دا نجونو په حق کې یو ستر ظلم دی.

وزین وايي: زده‌کړه عبادت دی او د زده‌کړې منع کول ګناه او لوی ظلم دی لکه د لمانځه او روژې چې څوک منع کوې.

وزین وايي: "له درېیو کلونو راهیسې زموږ د ټولنې نیمايي برخه له زده‌کړو بې برخې ده، له بلې خوا نجونې له زده‌کړې منع کول د هغوی له انساني او شرعي حقوقو څخه د محرومولو په معنی ده او له بلې خوا زده‌کړه عبادت دی او د زده‌کړې منع کول ګناه او لوی ظلم دی لکه د لمانځه او روژې چې څوک منع کوې."

دا په داسې حال کې ده چې طالبان ادعا کوي چې د اسلامي شريعت له مخې يې د ټولو افغانانو حقونهخوندي کړي دي، خو د خپلې واکمنۍ په دې درېيو کلونو کې يې د ښځو پر وړاندې تر پنځوسو ډېر فرمانونه صادر کړي يو له دغو فرمانونو څخه له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو ممانعت دی.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې د دوحې غونډه د جون میاشتې په پای کې جوړه شي او طالبانو اعلان کړی چې په دې غونډه کې به ګډون کوي.

په دې اړه نور: طالبانو د دوحې په راتلونکې درېیمه ناسته کې د ګډون اعلان وکړ

له زده‌کړو محرومو نجونو او د ښځو حقونو فعالانو مخکې ازادي راډيو ته ویلي وو چې باید په دې غونډه کې د نجونو د زده‌کړو په اړه خبرې وشي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز د افغانستان د قانوني واکمنو په ټوګه د طالبانو د رسميت پېژندلو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی.