د اوکراین په ختیځ کې یو روسی خبریال وژل شوی

فرانس پرېس خبري اژانس د روسي رسنۍ (New.Ru) له قوله راپور ورکړی چې د دې رسنۍ خبریال نیکیتا سیتساګي تېره ورځ د جون په ۱۶مه د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

د اوکراین په ختیځ کې یو روسی خبریال د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

فرانس پرېس خبري اژانس د روسي رسنۍ (New.Ru) له قوله راپور ورکړی چې د دې رسنۍ خبریال نیکیتا سیتساګي تېره ورځ د جون په ۱۶مه د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

دغې رسنۍ ادعا کړې چې دغه برید د ووګلیدار ښار ته څېرمه شوی چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د روسیې او اوکرایني ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو ډګر دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دغه خبریال وژنه تایید کړې او ادعا یې کړې چې د اوکراین یوې بې پیلوټه الوتکې په قصدي ډول دا روسی خبریال په نښه کړی چې راپور یې چمتو کاوه.

دوه ورځې وړاندې د اوکراين په ختيځ دونيتسک سيمه کې يو بل روسی خبريال هم وژل شوی و.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روانې میاشتې په پیل کې وویل چې د هغه هېواد او اوکراین ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۳۰ روسي خبریالان وژل شوي دي.

دا ارقام تر اوسه خپلواکو سرچینو نه دي تایید کړي.