نن په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.
ډېر کم پېښ شوي چې افغانستان کې د نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو په خلاف اختر یوه ورځ په ځنډ ونمانځل شي.
خو د طالبانو حکومت د ځینو خلکو له نارضایتي سره سره نن دوشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.
په دې اړه نور: نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده؛ د تېر نظام د حج وزیر په افغانستان کې سبا ته د دې اختر اعلان غندلید طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دې ورځې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه په یوه پيغام کې د امنیتي تدابیرو ډاډ ورکړی دی.
هغه ویلي: "د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ د پولیسو امنیتي ځواکونو ته ټينګار وکړ چې د امنیتي پلان له مخې باید د ټولو جوماتونو عیدګاوو او نورو هغو ځایونو چې د اختر په ورځو کې زموږ ګران هېوادوال د اختر د مراسمو په مناسبت ټوليږي تر خپلو کلکو امنیتي تدابیرو لاندې ونیسي."
قانع له خلکو غوښتي چې د اختر په ورځو کې د زړه بوږنوونکو ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره باید خلک لازم تدابیر او احتیاط په پام کې ونیسي.
اکثر خلک وايي چې دا اختر هم د نورو هغو په څېر کمرنګه تېريږي ځکه دوی د قربانۍ یا د اختر د مېوې د اخیستلو توان نه درلود.
د ننګرهار ولايت اوسېدونکى مسعود، چې اقتصادي وضعيت يې ښه نه دى، وايي چې قربانۍ لپاره د څارويو د پېرلو وس نه لري.
ارشیف: په افغانستان کې د قربانۍ یو انځور. بېوزله خلک شکایت کوي چې د څارویو بیې لوړې دي او دوی نه شي کولای چې سږ کال قرباني وکړي.
هغه ازادي راډیو ته وویل: "زه د قربانۍ توان نه لرم، د کور د کرایې او د برښنا بل د ورکولو توان هم نه لرم. يو کمزورى او ضعيفه څاروى اته يا لس زره افغانۍ دی، په خداى باور وکړئ سږ کال د کاليو او بوټونو د اخيستو توان نه لرو."
لوی اختر داسې وخت راغی چې د افغانستان خلک وروستیو څو اوونیو کې سختو سېلابونو وځپل.
په دې سره د افغانانو وضعیت چې وار دمخه له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ وو لا پسې ترینګلی شو.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، سېلابونو لږ تر لږه ۳۵۰ کسان مړه او سلګونه نور ټپیان کړي.
څو اوونۍ مخکې بغلان کې سېلابونو خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه واړول.
په دې سربېره لس زره کورونه یا بشپړ یا څه ناڅه ویجاړ شوي دي.
همدارنګه زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه چې د افغانستان د اکثرو کلیوالو سیمو د خلکو هیلې ورته وې سېلابونو تخریب کړې او له دې سره یې بېړنیو مرستو د خلکو اړتیا دوه برابره کړې ده.