زیلینسکي او د کییف د متحدو هېوادونو مشرانو د پوتین وروستی وړاندیز رد کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او د کییف د متحدو هېوادونو مشرانو د اوکراین د ختیځ له هغو سیمو څخه، چې روسیې له خپلې خاورې سره یوځای کړي، د اوکرایني ځواکونو د وتلو په باب د روسیې د ولسمشر وړاندیز رد کړ.

ولادیمیر پوتین وړاندیز کړی چې که اوکرایني ځواکونه له هغو سیمو ووځي چې روسیې له خپلې خاورې سره یوځای کړي، دواړه خواوې به اوربند وکړي.

پوتین دا وړاندیز د جمعې په ورځ په مسکو کې له بهرنیو سفیرانو سره په غونډه کې داسي مهال وکړ چې د ۹۰ هیوادونو مشران او پلاوي په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو د خبرو لپاره په غونډه کې د ګډون په خاطر د سویس لوسرن ته روان و.

پوتین ویلي وو، له دې سره سم چې اوکراین له خرسون، لوهانسک، دونیڅک او زاپوریژیا څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړي، هغه به د اوربند او د خبرو د پیلولو امر وکړي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولز هم د خپل هېواد زیټ‌اې‌ډي‌اې‌ایف ZADAF چینل ته وویل چې د پوتین وړاندیز جدي نه دی او هدف یې د اوکراین د مسئلې په اړه د سویس د سولې له غونډې د پام اړول دي.

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هاریس د سویس په غونډه کې وویل چې جګړه به د پوتین لپاره بشپړه ناکامي وي او هغه په دې وړاندیز سره غواړي چې اوکراین ورته تسلیم شي.