د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د اوبو سطحې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې د راوتلو سېلابونو یو انځور

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت نن او سبا د غبرګولي ۲۸مه د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې د اوبو د سطحې د لوړېدو او د سېلابونو اټکل کړی دی.

دې وزارت پرون شنبې پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د هېواد د هواپېژندنې د ادارې او نورو نړیوالو ادارو د وړاندوینې له مخې د پنج، آمو، کابل او هلمند سیندونو په حوزو کې د نسبتاً سختو بارانونو او په نتیجه کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

په بیان کې همداراز راغلي چې د بدخشان، تالقان، بامیان، لوګر، پنجشېر، غوربند، میدان وردګو، کونړ، لغمان، پکتیا، سمنګان، بلخ، دایکنډي، فراه او غور د سیندونو په اوږدو کې د ورښتونو، د واورو د ویلي کېدو او د اوبو د کچې د لوړېدو په نتیجه کې د سېلابونو د راوتلو امکان شته دی.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې د انساني مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د دې سیمو له اوسېدونکو غواړي چې د سېلاب پرمهال د سیندونو غاړو ته له تلو دې ډډه وکړي او همداراز د لوړو سیمو اوسېدونکي دې د کوزنیو سیمو خلکو ته سمدستي د سېلابونو د راوتلو خبر ورکړي.