طالبانو د لوی اختر په شپو ورځو کې د ځانګړو امنیتي تدابیرو خبر ورکړ

د کابل ښار په زړه کې د شاه دوشمشېره ترڅنګ طالب وسله وال د پیرې پر مهال

د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت پرون د لوی اختر په شپو ورځو کې د ځانګړو امنیتي تدابیرو خبر ورکړ.

د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه ویډیويي پیغام کې په اخترونو او نورو جشنونو کې ګڼو ترافیکي پېښو ته د اشارې په ترڅ کې ویلي: "د لوی اختر په مناسبت د زړه بوږنوونکو ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه ټولو هېوادوالو ته سپارښتنه کېږي چې د موټر چلولو پرمهال ترافیکي اصول او قواعد په جدي توګه مراعات کړي."

قانع دا هم ویلي چې خلک دې د نورو د خوندیتوب په خاطر د اختر په ورځو کې له هوايي ډزو څخه ډډه وکړي.

هغه خبرداری ورکړی چې له متخلفو کسانو سره به قانوني چلند وشي.