یو افغان وګړی وروسته له هغه د جرمني په ختیځ کې د پولیسو په ډزو ووژل شو چې پر خپل یوه هېوادوال او درېیو نورو کسانو یې مرګونی برید وکړ.
د جرمني پولیسو وايي، د دې هېواد په ختیځ کې یوه افغان وګړي، د یورو ۲۰۲۴ د فوټبال د ټورنمنټ د پیل لوبې د نندارې پر مهال لومړی پر خپل یوه هېوادوال مرګونی برید کړی او وروسته یې څو نور کسان ټپیان کړي دي.
د جرمني پولیسو پرون شنبې وویل، دې ۲۷ کلن افغان د جمعې د ورځې په مازیګر د برلین په ۱۳۰ کیلومترۍ کې په وولمیر شتاد کوچني ښار کې لومړی چاقو ته د یوې ورته وسیلې په ذریعه پر یوه بل افغان چې ۲۳ کلن دی، برید وکر او سخت یې ټپی کړ.
دې ځوان د همدې ټپونو له کبله وروسته ساه ورکړه.
اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د جرمني پولیسو له قوله خبر ورکوی چې بریدګر وروسته پر یوې ډلې چې د خپل شخصي کور په انګړ کې یې د جرمني او سکاټلنډ ترمنځ د فوټبال لوبې ننداره کوله برید وکړ، درې جرمنان یې ټپیان کړل چې د چارواکو په وینا، د دوو تنو وضعیت نازک دی.
د جرمني پولیسو پرون دا هم وویل چې بریدګر د همدې وسیلې په ذریعه پر هغو پولیسو هم برید وکړ چې د امنیت لپاره سیمې ته استول شوي وو.
ارشیف
خو دوو تنو پولیس افسرانو پر هغه ډزې وکړې او ټپي یې کړ چې وروسته یې په روغتون سا ورکړه.
پولیسو ویلي چې د دې برید علت تراوسه نه دی مالوم.
د اسوشېټېډپرېس د راپور له مخې د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د امنیت د ټینګښت لپاره یې د وولمیرشتاد په ګډون د زاکسني انهالت ایالت ټولو سیمو ته اضافي پولیس استولي دي.
د اروپايي ملتونو د فوټبال جام چې پرون د جرمني په بېلابېلو ایالتونو کې پیل شو، د جولای تر ۱۴مې پورې دوام کوي.