د جرمني پولیس: یو افغان بل افغان په چاقوګانو وهلی او مړ کړی یې دی

تر هغه مخکې په منهایم ښار کې یوه افغان کډوال یو جرمن پولیس او څلور نور کسان سخت ژوبل کړل.

د جرمني پولیسو ویلي، یو افغان کډوال د دغه هېواد په ختیځ کې یو بل افغان په چاقوګانو وهلی او مړ کړی یې دی.

د پولیسو په خبره پېښه جمعه ماښام د جرمني په یوه ختیځ ښار ولمېرشټېټ کې چې له پلازمېنې برلین ۱۳۰ کیلومتره لرې دی، رامنځته شوې ده.

بریدګر همدارنګه وروسته په یوه حویلۍ کې درې نور کسان هم چې د یورو فوټبال لیګ د پیل لوبې یې کتلې په چاقوګانو وهلي چې دوه یې سخت ژوبل شوي دي.

پولیسو وروسته بریدګر په داسې حال کې په ډزو ویشتلی چې لا یې هم چاړه په لاس کې وه او د پولیسو په خبره چې د دوی په خوا یې ورمنډه کوله.

بریدګر روغتون کې ساه ورکړې ده.

پولیسو ویلي چې د برید انګېزه نه ده څرګنده.

د کورنیو چارو وزارت په ساکسوني‌انهالټ ایالت کې، چې په‌کې ولمیرشټېټ هم شامل دی، وویل چې پولیسو په ټول ایالت کې خپل حضور زیات کړی دی.

د اروپا د ملتونو اتلولۍ سیالۍ د جرمني په کوربه توب پیل شوي چې د جولای تر ۱۴مې دوام کوي.

دا په جرمني کې په څه کم یوه میاشت کې درېیمه پېښه ده چې افغان کډوال په‌کې ښکېل دي.

تېره اوونۍ یوه افغان کډوال په فرانکفورت کې یوه المانۍ ښځه د چاقو په ګوزارونو سخته ټپي کړه.

تر هغه مخکې په منهایم ښار کې یوه افغان کډوال یو جرمن پولیس او څلور نور کسان سخت ژوبل کړل.

پولیس وروسته د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د افغان کډوالو له خوا دغو بریدونو د جرمني سیاستوالو او چارواکو کلکې نیوکې پارولي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولز دا پېښې غندلي او ویلي یې دي چې خطرناکه مجرمین که له سوریې او افغانستان هم راغلي وي، باید له جرمني وایستل شي.