د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: د افغان مېرمنو او نجونو پر حقونو، ازادۍ او غږ برید دوام لري

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې یو شمېر چارواکو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیز د زر ورځو د پوره کېدو په اړه ویلي، د افغان مېرمنو او نجونو پر حقونو، ازادۍ او غږ برید دوام لري او ټینګار یې کړی، د نجونو زده‌کړې د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره اړینې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې چارواکو او د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیز د زر ورځو پوره کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او زده کړې یې د دوی بنسټیز حق ګنلی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجراییه مشرې سیما باهوس د شنبې په ورځ د جون په ۱۵مه په خپله ایکسپاڼه لیکلي، له ثانوي زده‌کړو د افغان نجونو له محرومیت څخه ۱۰۰۰ ورځې تېرېږي او دا د دې ښکارندويي کوي چې د افغان مېرمنو او نجونو په حقونو، آزادۍ او غږ باندې برید دوام لري.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجراییه مشره سیما باهوس

هممهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې استازې الیسون داویدیان هم د جمعې په ورځ ناوخته د جون په ۱۴مه په دې ټینګار سره چې د افغان نجونو ځای په ټولګي کې دی په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د دوی زده‌کړې د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره اړینې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې دغه دوو چاروکو د افغان نجونو د زده‌کړې او د خپل خوښې ژوند د پر مخ بیولو د حقونو د ملاتړ په دوام ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان هم د جمعې په ورځ ناوخته د جون په ١۴مه په خپله ایکسپاڼه لیکي، له ۱۰۰۰ ورځو راهیسې افغان نجونې د طالبانو د تبعیضي او ناعادلانه تګلارو له امله چې له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده، د زده‌کړو له حقه بې برخې او له ښوونځيو لیرې شوې دي.

یو شمېر افغان نجونې هم وايي چې دې بندیزونو نه یواځې دا چې دوی یې له زده‌کړو بې برخې کړي بلکې دا د دوی پر بنسټيز حق یو برید دی.

د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې بهار او د اووم ټولګي یوې زده‌کوونکې ازادي راډيو ته په دې اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.

په بدخشان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې او ښوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

بهار وايي: "دې بندیز نه یواځې زموږ د پرمختګ مخه نیولې بلکې دا د زده‌کړو او د یوې ښې راتلونکې د درلودو لپاره زموږ پر بنسټیز حق برید دی. زده‌کړې نه یواځې زموږ حق دی بلکې د یوې ښې ټولنې د درلودو لپاره یوه اړتیا ده."

د اووم ټولګي یوې زده‌کوونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "دا موده زما او د ډېرو نجونو لپاره ډېر سخت او ناهیلې کوونکې ده. د ورځې په تېرېدو دا احساس کوم چې زموږ هیلې او خوبونه نه رښتیا کېدونکي دي."

د زده‌کړو د برخې فعال فضل هادي وزین هم وايي، د نجونو د زده‌کړو پر بندیز دوام افغانستان لپاره یو نه جبرانېدونکی زیان دی.

وزین وایي: لویه ستونزه دا ده چې افغانستان د میلیونونو انسانانو استعداد نه شي کارولای. دا نه جبرانېدونکی زیان دی چې افغانستان ته رسېږي.

هغه وايي: "د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو بند ساتل، اقتصادي، ټولنیزې او سیاسي ستونزې رامنځته کوي. لویه ستونزه دا ده چې افغانستان د میلیونونو انسانانو استعداد نه شي کارولای. دا نه جبرانېدونکی زیان دی چې افغانستان ته رسېږي."

د ازادي راډیو خبریال د ملګرو ملتونو د ښځو برخې د چارواکو او د بخښنې نړیوال سازمان د څرګندونو او غوښتنو په اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وپوښت، خو پوښتنې یې ځواب نه‌کړې.

مخکې بیا طالب چارواکو دا اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو په ورکړې ټینګار کړی او د نجونو د زده کړو موضوع یې هم د افغانستان کورنۍ مسئله بللې ده.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټوګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیز سربیره چې زر ورځې پرې واوښتې، د دوی پر لوړو زده‌کړو، کار، سیاسي او ټولنیز مشارکت، پرته له محرم تګ راتګ او ان پر ورزش بندیز ولګاوه.

که څه هم نړیوالې ټولنې او ډېر شمېر نړیوالو سازمانونو په وار وار د دې بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې، خو د طالبانو حکومت تر اوسه په خپلو دې محدودونکو پرېکړو کې کوم بدلون نه دی راوستی.