له اوکراین سره د مرستې په توګه د روسیې د کنګل شویو شتمنیو د کارولو پرېکړه تایید شوه

د جي۷ ډلې د مشرانو ګډ انځور

د نړۍ د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو یا جي۷ د ډلې مشرانو پرون جمعه په ایټالیا کې د خپلې دوه ورځنۍ سرمشریزې په پای کې خپله هغه پرېکړه تایید کړه چې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو شاوخوا پنځوس میلیارد ډالره له اوکراین سره د مرستې په توګه کاروي.

دغو مشرانو د سرمشریزې د پای په اعلامیه کې وویل چې په اروپا کې د روسیې د کنګل شویو غیرمعمولي عوایدو له شتمنۍ څخه په ګټه اخیستو، دوی د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته یو بې له شکه پیغام ورکوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د حکومت یوه چارواکي پرون د یوې خبري غونډې په جریان کې د دغې پرېکړې په اړه نور جزییات ورکړل او ویې ویل چې اوکراین ته به دغه پیسې د څو چینلونو له لارې ولېږول شي.

د اسوشېټېډپرېس آژانس د راپور له مخې دغه چارواکي چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی همدارنګه ویلي چې د امریکا متحدو ایالتونو ژمنه کړې چې اوکراین ته به تر پنځوس میلیارد ډالرو پورې پور ورکړي، کاناډا هم د پنځه میلیارد ډالرو ژمنه کړې او اروپایي اتحادیه او جاپان هم اوکراین ته د پور ورکولو په دې لړۍ کې پر شاملېدو غور کوي.