طالبانو یوځل بیا دوشنبه د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

ارشیف

د طالبانو حکومت یوځل بیا ټینګار کړی چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بېګا ناوخته په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، څرنګه چې د سترې محکمې له خوا اعلان شوی، په افغانستان کې به د دوشنبې په ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

هغه ویلي: "یوځل بیا یادونه کوو چې نن شنبې د عرفې ورځ نه ده بلکې سبا یکشنبې د عرفې ورځ او دوشنبې به هم د لوی اخترلومړی ورځ وي."

هغه زیاته کړې چې همدا شرعي حکم دی.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت راتلونکې دوشنبې په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلانوي، سعوي عربستان سبا یکشنبې د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې او په سلګونو زره حاجیان نن د عرفات په غونډۍ کې راټول شوي، لمونځونه او دعاګانې کوي.

د چارواکو په خبره٬ سږ کال د حج په مراسمو کې د افغانستان شاوخوا دېرش زره حاجیانو ګډون کړی دی.