کرکټ نړیوال جام؛ پاکستان د اتو غوره لوبډلو پړاو ته له رسېدو پاتې شو

د پاکستان لوبغاړي د یوې مخکېنۍ لوبې پر مهال

ټاکل شوې وه چې نن جمعه د جون په ۱۴مه نېټه د ایرلنډ او امریکا ترمنځ سیالي ترسره شي، خو د پرله پسې ورښت له امله ترسره نه شوه.

د امریکا د فلورېډا په ایالت کې ټوله ورځ شدید ورښت د دې باعث شو چې یاده سیالي پرته له کومې پایلې تمامه شي او دواړو لوبډلو ته یوه یوه نومره ورکړي.

د یادې لوبې تر پایلې وروسته له الف ګروپ څخه د هندوستان او امریکا لوبډلې د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته ووتې او له دې ګروپ څخه د ایرلنډ او کاناډا په شمول پاکستان هم بل پړاو ته له رسېدو پاتې شو.

تر دې دمه د افغانستان په ګډون ۶ لوبډلې د سوپر ۸ مرحلې ته رسېدلي او د ګروپي پړاو تر بشپړېدو وروسته به دوه نورې لوبډلې هم معلومې شي.

د افغانستان ملي لوبډله به په دویم پړاو کې له هندوستان، اسټرالیا او یوې بلې لوبډلې سره سیالۍ ترسره کړي.