پزشکیان: د بریالي کېدو په صورت کې به د ایران پولې د افغانانو پرمخ وتړم

د ایران د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنو کاندید مسعود پزشکیان

د ایران د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنو یو کاندید وايي، د بریالي کېدو په صورت کې به د ایران پولې د افغانانو پرمخ وتړي.

مسعود پزشکیان، چې په ایران کې د جون پر ۲۸مه د ولسمشرۍ د راروانو ټاکنو له شپږو کاندیدانو دی، پرون د خپلې پالیسۍ د اعلان پر مهال دا څرګندونې وکړې.

هغه ویلي، که دغه ټاکنې وګټي، د ایران د کورنیو چارو وزارت ته به دنده وسپاري چې سرحدونه په بشپړ ډول وتړي او ایران ته د نورو پناه غوښتونکو د ننوتلو مخه ونیسي.

په نظرپوښتنو کې ویل شوي چې پزشکیان په دغو ټاکنو کې ښايي تر نورو مخکې وي او هغه ویلي، له اروپايي هېوادونو سره به په ایران کې د اوسنیو پناه غوښتونکو مسئله تنظیم کړي چې دغه هېوادونه دا پناه غوښتونکي ومني.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي، په ایران کې د دېره افغان کډوالو شمېر ۳ ملیونه او ۸ لکو ته رسېږي.

د ایران پخوانی ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځینې نور چارواکي د مې میاشتې پر ۱۹مه د دوی د الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شول.