اسیايي ملتونو فوټبال جام؛ د افغانستان د ۲۰ کلنو او ۱۷ کلنو لوبډلو سیالې لوبډلې څرګندې شوې

ارشیف

د اسیايي ملتونو د فوټبال جام په مقدماتي پړاو یا سرلوبو کې د افغانستان د ۲۰ کلنو او ۱۷ کلنو لوبډلو سیالې لوبډلې څرګندې شوې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پرون د پنجشنبې په ورځ د جوزا په ۲۴ مه په خپل فېسبوک کې لیکلي چې د هېواد د ۲۰ کلنو فوټبال ملي لوبډله به په ډي D ګروپ کې د سعودي عربستان، اسټرالیا او مکاو له ۲۰ کلنو فوټبال ټیمونو سره مخامخ شي.

دا سیالۍ به د روان کال د سپټمبر له ۲۱مې تر ۲۹مې د سعودي عربستان په کوربه توب ترسره شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د هېواد د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د اسیايي ملتونو جام په سرلوبو کې په بي ګروپ کې د بنګله دېش، کمبودیا، فلیپین او مکاو له ۱۷ کلنو ملي لوبډلو سره لوبېږي.

د اکټوبر له ۱۹ څخه تر ۲۷ پورې به کمبوډیا د دې سیالیو کوربه وي.