یونېسف: له ښوونځیو د افغان نجونو راګرځول سرغړونه ده او د دوی حقونه دې نه برمته کېږي

ارشیف: په بدخشان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې او ښوونکې. طالبانو زر ورځې کېږي چې په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وایي، له ښوونځیو د افغان نجونو راګرځول نه یوازې د نجونو له حقونو څخه سرغړونه ده، بلکې دې کار د هغوی فرصتونه ځپلي او رواني ستونزو سره یې مخ کړي دي.

یونېسف دغه څرګندونې په یوه راپور کې نن پنجشنبه داسې مهال کړي چې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو څخه د نجونو د راګرځولو زر ورځې پوره شوې.

یونېسف ویلي، د ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو حقونه نه باید د سیاستوالو له‌خوا برمته شي.

په راپور کې راغلي، له ښوونځیو د نجونو منع کول پر نجونو سربېره د افغانستان پر اقتصاد او پرمختیا هم ناوړه اغېز کوي.

بېلابېلو سازمانونو تل د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د نجونو ښوونځي پرانېزي، خو طالبانو تراوسه قانع کونکی ځواب نه دی ورکړی.