طالبانو د عرفې او لوی اختر درې ورځې رخصتي اعلان کړې، خو کره نېټې یې نه دي یادې کړي

ارشیف

د طالبانو د کارو او ټولنیزو چارو وزارت د عرفې او لوی اختر درې ورځې عمومي رخصتي اعلان کړې، خو د دغو رخصتیو کره نیټې یې نه دي یادې کړي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن چهارشنبه یې پر ایکس شبکې یا پخواني ټویټر خپره کړې ویلي چې دغه رخصتۍ یې د خپلې رسمي کلیزې پر بنسټ اعلان کړې ده.

د طالبانو سترې محکمې د جون په ۷مه په یوه جلا خبرپاڼه کې راتلونکې یکشنبه د عرفې او دوشنبه د لوی اختر ورځ اعلان کړې.

د عرفې او اختر یادې نېټې له سعودي عربستان سره یوه ورځ توپیر لري او همدې مسئلې په افغانستان کې دننه له عامو خلکو سره ګڼې پوښتنې را ولاړې کړي دي.

افغانستان په تېرو څو لسیزو کې له سعودي عربستان سره اخترونه او روژې یوځای پيلوي، خو د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته دا دویم ځل دی چې د سعودي او افغانستان اخترونه په یوه ورځ نه پيلېږي.